ولیل اذا عسعس» کتاب د استاد محمد محق،او پښتو ژبې ته د ښا

«ولیل اذا عسعس» کتاب د استاد محمد محق،او پښتو ژبې ته د ښاغلي محب الله زغم ژباړه ده. کتاب څو کالهٔ پخوا لیکل شوی، خو د اړتیا په اساس اوس هم نوی دی، او داسې کتابونه ته زما د لید له زاویې لا اړتیا لیدل کیږي. د کتاب محتوا د رنسانس،افراطیت او د دوي د لارښوونو او حل لارو اړوند ده. لیکوال د اسلامي رنسانس رامنځته کولو له لپاره،نواندي(په ساده ډول نواندي یعنې، په نوي طرز او میتودونو فکر کول)وړاندیز کوي. نواندۍ کې موږ باید د خپلو مفکورو په بنسټونو،اعتقادي اعتمادونو،ټولنیزو او سیاسي مفکورو ته بیاکتنه وکړو. د مسلمانانو ددې کړکیچن عقیدوي،ټولنیز او سیاسي حالت د تحول له پاره نواندي یوه غوره لاره بللی شو. لیکوال د افراطیت او د مذهبونو او دیني اختلافي مسائلو په اړه هم غږیدلی دی، او ځینې حل لارې یې وړاندې کړې دي. کتاب نورې هم ډیرې خبرې لري، او په اتلسم وروستي څپرکي کې یې مصاحبې راوړي. دې کتاب له ما تقریباً یوه میاشت ونیوه، یو لامل یې مسلکي زدکړې وي،او بل مې غوښتل په دقیق ډؤل یې ولولم او ددې ترڅنګ زما له پاره ځینې سخت موضوعات او اصطلاحات وو. کتاب زما له پاره دومره خوندور و چې د دویم ځل لوستل مې یې بیا پیل کړل.